اسلام آباد ۔ 18ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي د ??ېن اے 120 ضمني ټاكنو كښې د بېګم كلثوم نواز او مسلم ل??ګ (ن) كاميابۍ كرېډت مريم نواز ته ځي۔ د ضمني ټاكنو نتيجې د پاكستان د سياست رخ متعين كړې۔د لاهور اولس يو وارې بيا ثابت كړې چې محمد نواز شريف د دوئي حقيقي سياسي لارښود دے۔ ده د ګلګټ بلتستان او بلوچستان په شمول ټول هېواد ته پرمختيائي منصوبې وركړې۔ په تېر وخ??ون?? كښې دې مثال نه لري۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل اولس نن هم نواز شريف خپل وزيراعظم مني او هم دا سوب دے چې څومره جذبې سره ئې لاهور ته په راتګ نواز شريف ته هركلې وئيلې وو ددې څخه زيات جوش او جذبې سره ئې د حلقه ??ېن اے 120 په ټاكنو كښې برخه واخسته۔ ده ووئيل دې نتيجې پاكستان كښې د سياست رخ متعين كړې۔ دې سره كه يو اړخ ته مريم نواز د لارښودنې خپل صلاحي??ون?? په بشپړه توګه كارولي نو بلخوا په راروانو ټاكنو كښې د مسلم ل??ګ (ن) په زړه پورې كاميابي باوري شوې۔ ده ووئيل حلقه ??ېن اے120 كښې د سياسي او غېر سياسي منصوبه بندۍ باوجود د تحريك انصاف ماتې خوړل عمران لپاره د عبرت وړ دي۔ ده ووئيل كوم سياسي لارښود سره چې اولس وي دې د كوم سازش او منصوبه بندۍ د لارې سياست څخه بهر كولو سره خ??ل ناوړه مقاصد ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل نوازي شريف خذمت كولو سره د اولس زړونه ګټلي دي۔ بلخوا عمران خان د اولس د خذمت په ځائې د سازشونو لړۍ روانه كړې۔ ده ووئيل لكھ څنګه چې عمران خان ته د ??ېن اے 120 حلقه كښې ماتې شوې دغسې په نورو محاذونو به هم عمران خان ته ماتې وشي