اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د نبی کریم ۖ تعليمات د اولس د حقونو د احترام درس وركوي٬ د رنځورانو ٬ زده كوٶنكو او د اولس ژوند په عذاب كښې اچول هېخ كله د رسولۖ سره مينه ??ه ده٬ د عسكرو تخښتول ډېر سنګين جرم دے۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخئ داخله وزير وئيلي دې د تحريك لېبك يا رسول اللهۖ مشران دې احتجاج كوي خو ولې قا??ون دې په لاسو كښې ن?? اخلي٬ يو مسلمان د ختم نبوتۖ سودا نه شي كولې٬ پاکستان كښې د امن حفاظت د ټو??و فرض دے٬ په دې مسئله ټول قا?? يو موټې دے او دې لپاره تقسيم پېدا كول نامناسب دي۔ ده ووئيل پاکستانے د رسولۖ د عاشقانو قا?? دے٬ پاکستان كښې د امن حفاظت د ټو??و فرض دے۔ احسن اقبال ووئيل پاکستان دښمنه حلقې د مظاهرچيانو عكسونه او تقريرونه په نړيواله ك??ه د ھغوي بدنامۍ لپاره كاروي۔ ده ووئيل حكومت هڅه كوي چې د تشدد نه بچ شي٬ د اولس د ستونزو نه مظاهرچيان خبر كړې شوې٬ هيله ده چې ھغوي به ډېر زر لاره پرېږدي٬ ده ووئېل حكومت د سخت اقدام نه ډډه كوي دغسې چې شرخوښې دې څخه ګټه پورته نه كړي۔ د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال ووئيل هيله ده چې حكومت به په سخت اقدام مجبوره نه كړې شي