اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرنسز يو ځائې كولو په اړه د پخواني وزيراعظم نواز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف ، د هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عدالت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په ورځ په دواړو خواستونو محفوظ كړې پرېكړه اورولو سره د ا??تساب عدالت جج محمد بشير حكم وكړو چې په درېو واړو رېفرنسز كښې جلا جلا فرد جرم په ځائې ساتلې شو??۔ فاضل جج پخوانې وزيراعظم روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ولګولو۔ محمد نواز شریف د جرم د صحت څخه انكار كولو سره چارج شيټ لاس ليك كړو۔ روسټرم كښې پخواني وزيراعظم ووئيل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرائيل حق له مينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په بدنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښې د څلورو رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه ??ياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريماركس وركولو سره ووئيل د څلورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښې كولې شي۔ دغسې عدالت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔