اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) ??خو??ني وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي چې د عدلیې د پريكړو په وجه معېشت ته زيان رسي، زمونږ حکومت په ښھ ډول كار كولو ته پرې نه ښودلې شي، د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، بايد رولز آف ګیم ټولو لپاره يو برابر وي ، زمونږ لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپارہ بل شان ده۔ د نجی ټی وی چینلز له مخې د شورو په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې كيدو په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ??خو??ني وزیراعظم ووئيل د عدلیې د پريكړو پھ وجه په معیشت منفي آغيز پريوځي، د ګاډ فادر او اتالوي مافیا پھ شان ټكي عدالتونو سره ښه نه ښكاري، ججانو د پاناما پھ ځائ په اقامه سزا راكړې۔ نواز شریف ووئيل د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، زمونږ لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپاره بل شان ده، بايد رولز آف ګيم ټولو لپاره يو برابر وي، د پی ټی آئی لارښودو عمران خان، جهانګیر ترین او علیم خان په ض?? هم د کرپشن مقدمې دي، زمونږ په ضد پريكړې زر راځي او د هغوي پھ ضد به د مقدمو پريكړې معلومه نه ده كله راځي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ په سرکاری خرڅ د جلوس قیادت کولو له راځي۔ ??خو??ني وزیراعظم ووئيل زمونږ پھ دور كښې د برېښنا لوډشيډنګ كم شوې او سوكالي راغلې دغسې ب?? روزګاری ختمه شوې، مونږ چې كوم لوظونه كړي هغه مو ??رس??ه كړي، د هېواد څخه ترهه ګري ختمه شوې ، د جی ډی پی ریټ چرته رسيدلې۔ ده ووئيل د 2014 ء راهسې دھرن?? روانې دي ، زمونږ حكومت پھ ښه ډول كار ته نه دې پريښودل شوې خو د دهرنو سره مونږ كار كړے۔ په دې موقع نواز شریف په کمرہ عدالت كښې د خبريالانو څخه پوښتنه وكړه چې د نن تازہ خبر څه دے ؟ پھ دې خبريالانو ووئيل تاسو د حاضرۍ څخه استثنیٰ ترلاسه كيدو سره نن عدالت ته وړاندې شوئ۔ په دې اړه نواز شریف ووئيل مونږ د ډيرو مرحلو څخه تيرېږو