اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) اول?? مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ځوانان دې د سي پېك څخه استفاده كولو٬ د سائنس او ټېكنالوجې٬ صنعت و حرفت او د كاروبار د نويو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان تيار كړي٬ ځوانان د موقعو څخه ښه استفاده كولو سره په مالي توګه د خوشحالېدو نه علاوه هغوي نورو ته زوګار وركوونكي هم جوړېدے شي٬ د شدت خوښې ناسور اوس خپلې وروستې سلګۍ اخلي۔ اول?? مشر دا خبرې د خالي په ورځ د اسلام آباد د رفاه نړيوال پوهنتون دوولسم كانووكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اول?? مشر ووئيل چې د انسان په ژوند كښې ځينې پېښې ډېرې يادګارې او زيات وخت اثر لرونكې وي۔ په دې كښې يوه موقع دا هم ده په كومه كښې چې نن مونږ شريك يو۔ د دې س??ب دا دے چې انسان بې ??مېره اميدونو سره تعليم ترلاسه كوي او بې ??مېره ارزوګانو سره د ژوند دا پړاؤ ترسره كولو سره په عمل?? مېدان كښې قدم ږدي۔ دغسې د ده په زړه كښې د جذباتو يو طوفان چپې وهي او هغه ګڼي چې د تعليم نه فارع كېدو سره به هغه لوئې كارنامې ترسره كړي۔ تاسو به ه?? څه داسې فكر لرئ نو دا غېر فطري نه دے۔ زه ستاسو ټولو جائز خواهشاتو او د لوړو عزائمو ترسره كېدو لپاره د لوي څښتن نه دعا غواړم او د تعليمي ژوند په ترسره كولو تاسو٬ ستاسو مور او پلار او ښوونكو ته مباركي دركوم۔ اول?? مشر ووئيل چې زه باور لرم چې تاسو به د ستونزو مقابله كولو سره حوصله نه بائيلئ او خوږ وطن به حقيقي منزل ته ورسوئ۔ اول?? مشر ووئيل چې د الله پاك شكر دے چې د شدت خوښې ناسور اوس خپلې وروستې سلګۍ اخلي خو زمونږ په وړاندې دا يو چېلنج دے چې داسې صورتحال بيا كله ه?? پېدا نه شي۔ اول?? مشر ووئيل چې زه تل خپل بچو ته نصيحت كوم چې ځوانان دې د سي پېك څخه استفاده كولو٬ د سائنس او ټېكنالوجې٬ صنعت و حرفت او د كاروبار د نويو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان تيار كړي٬ ځوانان د موقعو څخه ښه استفاده كولو سره په مالي توګه د خوشحالېدو نه علاوه هغوي نورو ته زوګار وركوونكي هم جوړېدے شي۔