د سندھ ګورنر محمد زبېر د څلور ورځني نړيوال ميډيا كانفرنس پرانسته وكړه
كانفرنس كښې د امريكا ٬ چين ٬ كانادا ٬ برطانيه ٬ آسټرېليا ٬ ملائيشيا ٬ افغانستان ٬ انډونېشيا او نورو هېوادونو استازو ګډون
کراچی ۔ 6 جنوری (اے پی پی) دسندھ ګورنر محمد زبېر د پاکستان میډیا ډېویلپمنټ فاؤنډیشن لخوا كېدونكي نړيوال ميډيا كنفرنس پرانسته وكړه۔ كانفرنس كښې د امريكا ٬ چين ٬ كانادا ٬ برطانيه ٬ آسټرېليا ٬ ملائيشيا ٬ افغانستان ٬ انډونېشيا او نورو هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ په دې مهال د پا??ست??ني ميډيا ډوېلپمنټ فاؤنډېشن چیئر پرسن دردانه شهاب ، صدر ظهیر خان ، عمومي سېكتر امین یوسف ، سینئر نائب صدر مقتدیٰ منصور او د پي اېم ډي اېف نورو عهدېدارو په شمول د بېلو هېوادونو څخه راغلي خبريال موجود وو۔ ګورنر هاؤس څخه د خالي په ورځ جاري شوي اعلاميه ترمخه د پرانستې دستورې ته خطاب كښې د سندھ ګورنر ووئيل بهر هېوادونو څخه كنفرنس كښې د خلكو لوئې شمېر كښې ګډون په پا??ست??ن او په خاص توګه كراچۍ كښې د امن په بحالۍ د باور څرګندونه ده۔ په دې لړ كښې نړۍ ته به د پا??ست??ن حقيقي تاثر رامخې ته كول?? له ميډيا كنفرنس ډېر مهم ثابت شي۔ د غېرملکی ميډيا نمائندګان به د پا??ست??ن او په خاص توګه د كراچۍ د امن او د?? ښار كښې د روانو معاشي ٬ سماجي او نورو هلو ځلو جاج اخلي۔ ده ووئيل د نن پا??ست??ن د كال 2013ﺀ پا??ست??ن څخه بېخي بدل دے او امن او سوكالۍ پلو مخ په وړاندې روان دے۔ په هره څانګه كښې مثبتې نتيجې رامخې ته كېږي۔ اولس ته د روزګار موقعې ور??ول?? شي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې امريكائي خبريال جم بوئيلا ووئيل ماته پا??ست??ن ته په راتلو خوشحالي شوې ولې چې د كراچۍ په اړه په لوئيديزه نړۍ كښې كوم تاثر موجود دے حقيقت د هغې په ضد دے۔ ده ووئيل پا??ست??ن ډېر مېلمه دوست او امن خوښې هېواد دے او د يو قام په حېث په نړۍ كښې امن په ځائې كول?? له د پا??ست??ن كردار ډېر مهم دے۔ په دې مهال د فاؤنډېشن چیئرپرسن دردانه شهاب ، عمومي سېكتر امین یوسف او صدر ظهیر خان د کانفرنس كولو كښې په بشپړه مرسته كولو د سندھ ګورنر مننه وكړه۔