اسلام آباد ۔ 21 ??ار?? (اے پی پی) د خزانې دوهم وزير رانا افضل وئيلي دي حكومت ته د بهرنيو ادائيګو په اړه هېڅ مسئله نشته۔ د ډالر رېټ تعینول د ??ار??یټ عوامل كوي۔ راروان بجټ به اولس دوست وي۔ كه حاجت وو نو ټېكس به تر محدود حده زياتوؤ۔ دوهم وزير د شورؤ په ورځ د اے سي سي اے تر سېوري لاندې د پاکستان لیډرشپ کنورسېشن 2018ء پرانستې غونډې ته خطاب او ميډيا سره خپلو خبرو ??ښې وكړه۔ ده ووئيل تر جون مياشتې د درې اربه ډالر څخه زياتې بهرنۍ ادائيګۍ كول دي او د دې بندوبست شوې۔ په دې اړه هېڅ مسئله نشته۔ ده ووئېل اسټېټ بنک د 12 ارب ډالر څخه د زيات رقم پنګې لري۔ دې سره سره نور هم ډېر څيزونه پائپ لائن ??ښې موجود دي۔ ده ووئيل د ډالر تر 115 روپې رېټ مناسب دے۔ د ډالر قيميت زياتېدو سره برآمدات به هم زيات شي۔ ده ووئېل د ډالر قيمت تعين ماركيټ كوي مونږ دې ??ښې هېڅ لاسه وهنه كولې نه شؤ۔ په دې لړ ??ښې به ټولو له خپله ذمه واري ترسره كول ??ي۔ دې څخه وړاندې خپ خطاب ??ښې ده ووئيل پاکستان دا مهال د نړيوالې سرمايه كارۍ مركز دے او د اوسني حكومت د غوره پالېسو او صنعتي او تجارتي پرمختګ له د پورته كړې ګامونو په سوب نړيوالې ادارې د پاكستان په لور راځي۔ چې ورسره به د ملازمتونو او كاروبار نوې موقعې رامخې ت?? شي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به د هېواد تعمير او پرمختګ هڅو ??ښې د يو بل مرسته كول ??ي۔ په دې مهال د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن نعیم زمیندار هم خطاب وكړو۔ ده خپل خطاب ??ښې د پاكستان حكومت سرمايه كارۍ سره اړوند پالېسۍ په ډاګه كولو سره سرمايه كارو ته وركړې كېدونكو اسانيو او مراعاتو څخه ګډون كوؤنكي خبر كړل