اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د هند سفير په موجودګۍ كښې په افسوس سره وئېل غواړم چې نړۍ پرمختګ كوي خ?? مونږ د شخړو ښكار يو٬زمونږ نسلونه به مونږ ونه بخښي۔د پاكستان او هند اړيكې دومره ښه نه دي٬مونږ له به د شخړو څخه ځان خلاصول وي ٬سي ??ېك د اقتصادي پ??مختګ او سيمه ايزې مرستې پروژه ده٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د وېب آف ټرانسپورټ كورېډور ان ساؤت اېشي?? دستورې ته خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل مونږ له به د مرستې پلو مخ په وړاندې تلل وي۔د پاكستان او هند اقتصادي اشاريې ښې دي٬د پاكستان٬هند پشمول د آسيائي هېوادونو سماجي اشاريې زياتې ښه نه دي۔ په شخړو خرڅ كېدونكې وسائل به په سماجي پ??مختګ خرڅ كول وي۔ده ووئيل مونږ له به هر پلو سوچ كول وي٬ سي ??ېك د سازش منصوبه نه بايد هند پھ دې د مثبت غبرګون څرګندونه وكړي۔ده ووئيل سي ??ېك د اقتصادي پ??مختګ او سيمه ايزې مرستې پروژه ده٬د پاكستان او هند اړيكې دومره ښه نه دي خو د اقتصادي پ??مختګ په اعتبار سره به كتل وي۔ ده ووئېل وګړي د ويزو ستونزو سره مخ دي٬سرمايه كارو ته د بزنس ويزه نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د سوئېلي آسيا هېوادونه په ګډه پرمختګ كولې شي٬د سيمې پرمختګ له د ټرانسپورټ راهداري مهمه ده۔وفاقې وزير ووئيل تر كال 2050 به په جي ډي پي كښې د آسيا برخه 52 فيصده ته ورسي۔د آبادۍ په اعتبار سره آسيا درېمه لويه سيمه ده٬ له بده مرغه سوئېلي آسيا كښې د پرمختګ ګڼ?? موقعو څخه ګټه نه پورته كړی كېږي٬ ده ووئېل سيمه د شريكو رابطو او مرستې په اعتبار سره په آخري لمبر ده ٬ زمونږ سباؤن د سيمه ايزې مرستې او تجارت سره تړل?? دې۔ده ووئيل پرمختللي هېوادونو له به د مصنوعاتو خرڅولو لپاره نوې منډۍ لټول وي۔د نوې منډيو تر رسنې له د ټرانسپورټ راهدارۍ ته اړتيا ده٬د رابطو اهميت ترمخه پاكستان روډ انفراسټركچر ته پام لرنه كوي۔۔وفاقي وزير د پاكستان په نقشه كښې د شمالي سيمو په نه ښودلو د ورلډ بانك نمائندګانو په وړاندې احتجاج وكړو او د نړيوال بانك نمائندګانو خپله غلطي ومنله