اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي وزير سيد علي ظفر وئيلي دي زده كړې يو قوي و سله ده چې ورسره نه يوازې پاكستان بلكې نړۍ بدلېدې شي۔ د ترهګرۍ او اوبو چېلنجونو په ډول زده كړې هم چېلنج ګڼلو سره دې څانګه كښې كار كولو ته اړتيا ده۔ زده كړې ټولنې د پرمختګ او هېواد د څوكالۍ په لاره روانولې شي۔ د نن كوچ??يا?? او زلمي به سبا د هېواد واګې په خپلو لاسو كښې اخلي۔ زمونږ كوچ??يا?? او زلمي صلاحيت لرونكي دي۔ ددوئي په سم لور اچولو له به په ګډه هڅې كول وي۔ ده د نهې په ورځ نېشنل بك فاؤنډېشن كښې د چلډرن فري سمر كلب پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ د قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي سېكتر انجينئر عامر حسن ٬ د نېشنل بك فاؤنډېشن اېم ډي پروفېسر انعام الحق جاوید، د ترکمانستان او کرغستان سفیرانو ٬ نوموړو ليكوالو او د برغو ښارونو بېلو تعليمي ادارو زده كوؤنكو لويه شمېره كښې ګډون وكړو۔ ده ووئيل نن چې كوم كوچ??يا?? زمو??ږ مخې ته ناست دي كه د دوئي سمه تربيه وكړې شي نو دوئي فعاله وګړي جوړېدې شي۔ ده ووئيل د نن كوچ??يا?? او زلمي به سبا د هېواد واګې په خپلو لاسو كښې اخلي۔دوئي له به پارلېمنټ كښې قانون سازي او حكمراني كول وي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د ترهګرۍ په ضد جنګ روان دے او د اوبو ستونزې هواري له هڅې كېږي دغسې به زده كړې هم يو چېلنج ګڼلو سره دې څانګه كښې كار كول وي۔ ده ووئيل كه مونږ كوچ??يا??و ته معياري تعليم وركړو نو ټولنه كښې به شعور بېدار شي۔ او دې سره به په ودانۍ قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي او كله چې په ودانۍ قابو وموندلې شي نو زمونږ تعليمي ادارې به په ښه ډول انجینئران ٬ سائنسدانان، ډاکټران، وكيلان او هره څانګه كښې پوهان پېدا كړي او هم ددوئي د لارې د ټولنې ښه خذمت كېدې شي۔ ده ووئيل كتاب سره مينه ډېره ضروري ده زما هڅه وي چې اونۍ كښې يو نوې كتاب مطالعه كړم۔ ده ووئيل د نېشنل بک فاؤنډېشن، بک میوزیم او نورو ادارو كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل نېشنل بک فاؤنډېشن مری كښې درې ورځنې كتابي مېله كوي په دې كښې ګډون كولو له سفارتكار ٬ ليكوال او تعليمي ادارې رابللې شوي دي۔ تېره ورځ د قامي تاريخ او ادبي ورثې سېكتر انجینئر عامر حسن د ادبي ورثې ډویژن چارو او كاركردګۍ په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم د ډويژن د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ دې سروه زمونږ ډاډګيرنه شوې د نېشنل بک فاؤنډېشن اېم ډی انعام الحق جاوید ووئيل د نېشنل بک فاؤنډېشن په ټول هېواد كښې 2400 آؤټ لېټس دي چرته چې په يو كال كښې د 32 کروړ روپو كتابونو خرڅيږي او دې څخه د اولس كتابونو كښې د خوښۍ لرلو څرګندونه كېږي۔ ده ووئيل نېشنل بک فاؤنډېشن كوچ??يا??و له د 200 څخه زيات لټرېچر شائع كړي او د نېشنل بك فاؤنډېشن دې هڅو په سوب ټولو هېواد كښې د كتاب دوستۍ كلتور وده مومي