اسلام آباد 10 اګست (اے پ?? پي) تحريك انصاف خېبر پښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ غړے اسد قېصر د قامي اسمبلۍ سپيكر او چوهدري محمد سروس د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره نومولې دي ۔ دا پرېكړه د جمعې په ورځ د عمران خان په مشرۍ كښې غونډه ك??ې وشوه ٬ مركز او صوبو كښې حكومت جوړولو لپاره په غونډه ك??ې شاه محمود قرېشي ٬ جهانګير ترين٬ پروېز خټك٬ نعيم الحق٬ شفقت محمود او د ګوند نور لارښودو ګډون وكړو۔ د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي د غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل په غونډه ك??ې مهمې پرېكړې شوې ۔ ده ووئيل اسد قېصر د قامي اسمبلۍ سپيكر نامزد كولو پرېكړه شوې څوك چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانې سپيكر هم دے او د سپيكر رواياتو نه خبر دے او ټولو ګوندونو سره ئې هم ښې اړيكې شته او رويه ئې هم د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل چوهدري محمد سرور د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره نامزد كړې شوې۔ ده ووئيل پنجاب كښې پي ټي آئي اكثريت ترلاسه ك??ې او د حكومت جوړولو په پوزيشن كښې دے۔ شاه محمود قرېشي ووئيل څوك هم دې د پنجاب اعلٰې وزير جوړ شي مرسته ??ه ئې كوٶ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د اګست په 13مه نيټه اته بجې به د عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كېږي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اختر مېنګل سره ملاقات شوې او ھغه د سپيكر او دوهم سپيكر په نامو زمونږ د ملاتړ پرېكړه ك??ې او دغسې د جي ډي اے مشرانو هم د ملاتړ اعلان كړې او ځيني آزاد كانديدانو هم زمونږ د حمايت پرېكړه ك??ې ۔ ده ووئيل د اېم كيو اېم ٬ مسلم ليګ (ق) او شېخ رشيد مننه كوٶ