اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ افتتاحي غونډه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ سهار لس بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي۔ په غونډه كښې به نوي ټاكل شوي د قومي اسمبلۍ غړي سوګند پورته كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټر??ټ لخوا جاري شوي شېډول له مخې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ به د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي سوګند پورته كوي۔ د سپيكر او دوهم س??يكر ټاكنې لپاره د نامزدګې كاغذونه د اګست تر 14مه ن??ټه د نهې ورځې تر 12 بجو د قومي اسمبلې سېكتر په دفتر كښې جمع كېدې شي۔ د سپيكر او دوهم س??يكر ټاكنه به د اګست په 15مه ن??ټه كېږي۔ د قومي اسمبلۍ د غونډې په موقع د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ د سكيورټي پاس نه بغېر داخله به ممنوع وي۔ د قومي اسمبلۍ د غړو د چوكو ټاكنه به د حروف تهجي په بنياد كولې شي۔