بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان د چين د قامي پيپلز كانګرېس چيئرمېن لي ژانګ شو سره د چين په لويې عوامي هال كښې ملاقات كړې۔وزيراعظم د دورې په ماهل د ده او د ده د پلاوي د چينائي كوربتوب او د رواياتي تود هركلي ستائنه كړې۔ده د حكمرانۍ بهترۍ٬د غربت خاتمې او د بدعنوانۍ د مخ نيوي په كمپائن كښې د چين كاميابۍ ستائېلو سره دا د چينائي پرمختګ د ماډل بنيادي عنصر ګرځولې۔وزيراعظم عمران خان ?? پاكستان په اقتصادي پرمختګ او خوشحالۍ كښې د سي پېك كليدي كردار هم ستائېلې۔وزيراعظم ووئيل چې حكومت سماجي اقتصادي پرمختګ او د ورځني ژوند پروژو ته خاص پام كړې۔ده هيله څرګنده كړه چې د خاص اقتصادي ځايونو او د صنعتي مرستې سره به د دواړو هېوادونو اولس لپاره نوې موقعې په لاس راشي۔د قامي پيپلز كانګرېس چيئرمېن پاكستان سره د اړيكو د مضبوطيا د عزم څرګندونه كړې او وئېلې يې دي چې د سي پېك پرمختګ سره به دا اړيكې لا استحكام ترلاسه كړي۔ده ووئيل چې چين به په هر ډول حالاتو كښې ?? پاكستان ملګرتيا كوي۔د ملاقات په مهال وزيراعظم او قامي پيپلز كانګرېس چيئرمېن ?? پارلماني روابطو او د شريكو دورو د لړۍ مخ په وړاندې بوتللو اتفاق وكړو۔دوي په دې خبره هم اتفاق وكړو چې په پارلماني كچه د پلاوو تب??دلې٬د دوه ړاخيزه اړيكو لا مستحكم كول?? لپاره كليدي كردار ترسره كولې شي۔دواړو مشرانو سياسي٬كلتوري٬تعليمي او اولسي كچه د اړيكو او مرستې لا پراخا كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔(