اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د و??یراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاري و??يلي دي چې لوبې انسان ته نظم او ضبط ښائي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ذوالفقار عباس بخاري په پي او اېف ګرلز كالج اېف اېټ كښې د سپورټس ډے دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د و??يراعظم عمران خان مثال وركولو سره ووئيل چې عمران خان تل عمر پرله پسې د هلو ځلو د لارې په هر مېدان كښې پياور مقام جوړ كړے او په سياست كښې د 22 كالو سياست ن?? پس نن زمونږ د هېواد مشر لارښود دے۔ ده په غېر نصابي هلو ځلو زور رواړلو سره ووئيل چې جينكو له د لوبو په مېدان كښې راوړاندې كېدل پكار دي٬ د انجونو د لوبو په مېدان كښې مخ په وړاندې تګ د پرمختللې پاكستان مثال دے۔ ده د سپورټس ډے په موقع د كالج انتظاميې او والدينو ته مباركي وړاندې كړه۔ د دستورې په پاې كښې سید ذوالفقار عباس بخاري د لوبو په مقابلو كښې ځانګړې پوزيشن ترلاسه كوونكو زده كوٶنكو له ټرافۍ او مېډالونه وركړل