اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان او تركيه د دفاعي او تجارتي اړيكو ودې لپاره ډېر زيات صلاحيتونه لري٬پاكستان سرمايه كار دوسته هېواد دې٬نړۍ او په خاص توګه د تركيې سرمايه كار دې موقعو څخه استفاده كولې شي۔ده دا خبرې د تركيې د دفاع وزير هولوسي اكار سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په ورځ خپل پلاوي سره يوځاې اولس مشر سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل د تركيې كمپنو په پاكستان كښې د توان او انفراسټركچر په پروژو كښې ډېره سرمايه كاري كړې٬دې سره نه يوازې شريكې اړيكې مستحكمې شوي بلكې سرمايه كارۍ ?? دواړو قومونو په پرمختګ او خ??شحالۍ كښې هم مهم كردار ترسره كړې۔اولس مشر ووئيل پاكستان او تركيه ګټورې ژورې او تاريخي د ورورولۍ اړيكې لري۔د تركيې د دفاع وزير هيله څرګنده كړه چې د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيې اوسنۍ دورې په نتيجه كښې به شريكې اړيكې لا قوي شي او په سباؤن كښې به د لوړې كچې رابطې لا زياتې شي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او تركيې ترمينځه د آزاد تجارت لوظ نامې ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو ضرورت دے