نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی) د اسلا??ی جمهوریه ایران اولس مشر ډاكټر حسن روحانی وئيلي دي ایران به د اتومي لوظنامې ماتولو لپاره وړاندې والې نه كوي، د بلې ډلې د اړخه د خ??اف ورزۍ به كوټلې او مستحکم ځواب وركولې شي۔ د شورو پھ ورځ نیویارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته په خپل كښې د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحانی ووئيل ??ه كوټلې لوظنامه د نااهل سياستمدارو د لاسو ځپلې كېږي نو د افسو وړ خبره ده خو دې سره به بيا هم د ايران د پرمختګ عمل نه ځپلې كېږي۔ حسن روحانی ووئيل ??ه امريكا د نړ??والو لوظنامو خ??اف ورزي كوي نو دې سره به نه يواځې امريكې ته زيان رسي بلكه نړ??وال ساکھ به هم ځپلې كېږي، د خبرو اترو او لوظنامو پھ اړھ به د ټولې نړۍ په امريكې باور ختم شي۔ حسن روحانی د لبيا په حقله د تهران د دريځ پخلې كولو سره ووئيل اتومي لوظنامه د دوو كالو د خبرو اترو په نتيجه كښې رامخې ته شوې،د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل او نړ??والې ورورولۍ د سلامتی کونسل د قرارداد بائیس اکتیس د لارې د دې حمایت کړې ۔اولس مشر ووئيل ??وظنامه د يو څو هېوادونو سره تعلق نه لري بلکې دا د سلامتی کونسل يو دستاویز دے او دا د ټولې نړ??والې ورورولۍ سره تعلق لري۔ حسن روحانی د ایران د دفاعی طاقت او توان ذکر کولو سره ووئيل د ایران د توغندي پروګرام يواځې د دفاعی نوعیت دے او د دې مقصد سيمه كښې امن او استحکام محفوظ ساتل دي۔ د سيمه ايزو ??حرانونو ذکر کولو سره اولس مشر حسن روحانی ووئيل سيمه كښې د بهرنيو طاقتونو د مداخلت په نتيجه كښې عدم استحکام پیدا شوې۔ ده ووئيل بهرني طاقتونه سيمه كښې مداخلت او د تباهۍ وړ وسلې خرڅولو لپاره په ایران د بدامنۍ خپرولو تور لګوي۔ده ووئيل ??ړۍ ته دا ووئيل غواړم چې د بهرني مداخلت او د سيمې په وګړو خپله مرضی مسلط کولو پھ نتيجه كښې به بحران خپريږي۔ده ووئيل سوريه ، یمن او د بحرین د بحرانونو كوم پوځي حل نه شته بلكه د تشدد مخنيوي ، او د اولس د رايو احترام کولو سره دغه بحرانونه ختميدې شي