اسلام آباد ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي په هېپاټائټس ق??بو موندلو له د هېپاټائټس مخنيوي لپا??ه د قامي تګلارې پېل لويه كاميابي ده او اوس به زمونږ راروان ګام ددې قامي تګلارې صوبائي لائحه ته منتقل كول وي۔ د روغتيا وزارت د هڅو په سوب اوس د هېپاټائټس ارزانې او ښې دوايانې په 98 فيصد رعايتي نرخونو ترلاسه كېدې شي۔ دا خب??ه دې د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د پاکستان د هېپاټائتس مخنيوي قامي تګلارې پرانستې دستور?? ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل حكومت د هېپاټائټس مخنيوي له عملي كار كړې او د هېپا ټائټس په اړه د ست??ات??جك فرېم ورك هم د حكومت صوبو س??ه د هر ممكنه مرستې او لارښودنې هڅو برخه ده۔ دې ووئيل په قامي تګلارې عمل درآمد كښې به د صوبو كردار ډېر مهم وي۔ دې ووئيل مونږ له به د دې رنځ مخنيوي او ختمولو له د پاكستان ټول ګامونه د نړيوال معيار ترمخه جوړول وي او ددې مقصد لپاره مونږ نړيوالو پوهانو ته وئيلي چې هغوي تر كال 2030 پاكستان څخه ددې نرځ ختمولو هدف ترلاسه كولو كښې زمونږ مرسته وكړي۔