استنبول ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډ?? اېټ مشرانو په نهم كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ د مشرانو دا غونده د ډ?? اېټ هېوادونو 20مې سالګېرې په موقع شوې۔ د ډ?? اېټ هېوادونو تنظيم په 1997 كښې جوړ شوې ٶ٬ د مشرانو غونډې نه وړاندې د وزيرانو د كونسل 17غونډه وشوه كومه كښې چې د پاكستان د خارجه چارو وزير خواجه محمد آصف د ډ?? اېټ وزيرانو د كونسل مشري د جمهوريه تركيه خارجه وزير مېولوت كاٶسوګولو ته وسپارله۔ د ډ?? اېټ مشرانو پرانستې غوندې ته خپل بيان كښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډ?? اېټ موده ترسره كوٶنكي چيئرمېن شپ په مهال په كال 2012 كښې د تنظيم چارټر او ??لوبل وژن منظورۍ پشمول د ډ?? اېټ تنظيم كاميابۍ رامخې ته كړې۔ د پاکستان د چیئرمېن شپ په مهال ډي اېټ ته ملګرو ملتونو كښې د مبصر درجه ترلاسه شوه۔ او پاکستان په 2012ء كښې د ډ?? اېټ چیئرمین شپ ترلاسه كړو۔ وزيراعظم هيله ولرله چې د اولس مشر اردوان مثالي مشرتابه كښی به د ډ?? اېټ هېوادونو ترمينځھ اقتصادي مرسته لا وده ومومي۔ د مشرانو كنفرنس كښې د ترکی، پاکستان، نائیجیریا، ایران، ملائیشیا، بنګله دېش ، انډونیشیا او مصر ګډون وكړو۔ آ??رب??ئیجان او ??وئینیا د مبصر په توګه ګډون وكړو