اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ يواځنې حكومت دے كوم چې د پنځه كلنې مودې په مهال د كرپشن كوم تور سره نه دې مخ شوے٬ حكومت په مكمل سپېځلتيا سره كار كوي٬ د دې په عزت كوم داغ نشته٬ حكومت به خپله موده ترسره كوي او ټولټاكنې به په خپل وخت كېږي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په كرېډټ كښې د ب??ېښنا او ګاز په بحران قابو موندل او پ?? ټول هېواد كښې د لويو لارو د نېټ ورك پراختيا پشمول يو شمېر پياوړې كارنامې شاملې دي٬ پاكستان امريكې سره په خپلو پاليسو كښې واضح دے٬ د پاكستان او امريكې اړيكې د لسيزو دي او دا اړيكې د ټولو اړخونو احاطه كوي٬ پاكستان په خپله خاوره خپلو مقاصدو او امن لپاره د ترهګرو پ?? ضد عمليات كوي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په د وزيراعظم په دفتر كښې خبريالانو سره د خبرو كولو پ?? مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې اولس مسلم ليګ ﴿ن﴾ ته د جولائي تر وړومبې نېټه په اقتدار كښې د پاتې كېدو مېنډېټ وركړے۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې حكومت به خپله موده پوره كړي او ټولټاكنې په خپل وخت كېږي۔ ده ووئيل چې حكومت هېڅ خطر نه لري او د جولائي تر وړومبې نېټه به دوام ولري۔ ده ووئيل چې پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ تل د چېلنجونو مقابله كړې او كه په چا كښې دا جرات وي نو د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريك وړاندې كولو چاره شته يا هغه په خپله د قومي اسمبلې تحليل كولو اختيار لري۔ وزيراعظم ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په كرېډټ كښې د ب??ېښنا او ګاز په بحران قابو موندل او پ?? ټول هېواد كښې د لويو لارو د نېټ ورك پراختيا پشمول يو شمېر پياوړې كارنامې شاملې دي۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل چې مونږ به دې كاميابو سره د كال 2018م په ټولټاكنو كښې برخه اخلو۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې ??ه تېر وخت كښې جنرال ﴿ر﴾ پروېز مشر او آصف علي زرداري په خپل دور كښې مهمې پرمختيائي څانګې له نظره غورځولې دي۔ ده ووئيل چې بايد صوبې په 18م بدلون د روح له مخې عمل وكړي۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د تېرو حكومتونو پ?? مقابله كښې په سوئيلي پنجاب كښې ډېر پرمختيائي كار كړے۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل چې عدالت ته مراجعه كول يو حق دے او د عدالت كا كار دا دے چې كومه درست وګڼي پرېكړه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې د قاضيانو ??ه تنخاګانو بحث كېږي٬ په پاكستان كښې هم د داسې بحث كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم په حېث نواز شريف په واقعي توګه كاركردګي ښودلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د هندي پوځ لخوا په كنټرول لائن د ډزو پ?? زياتېدونكو پېښو او پ?? آزاد كشميړ كښې د بې ګناه وګړو پ?? لويه شمېره د په وژنو اندېښنه وښودله۔ د امريكې اړيكو او د امريكې لخوا د ډومور غوښتنې په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? وزيراعظم ووئيل چې ٬ پاكستان امريكې سره په خپلو پاليسو كښې واضح دے٬ د پاكستان او امريكې اړيكې د لسيزو دي او دا اړيكې د ټولو اړخونو احاطه كوي۔