ډېووس 25 جنوري(اے پي پي) وزیراعظ?? شاهد خاقان عباسي سره د اي اېن آئي چيف اېګزېكټو افيسر (سي اي او) كلاډيو ډسكالزي ډيووس كښې د ??ړي??ال فورم په م??قع ليدلي دي ۔ وزيراعظم د اي ائن آئي پاكستان كښې كار كول او د ځائي آبادۍ سماجي او اقتصادي بهترۍ لپاره هڅې وستائېلي۔ ده پاكستان كښې د توان طلب ترسره كولو كښې د اي اېن آئي د فعاله كردار هم ذكر وكړو او ??ه بېلا بېلو منصوبو كښې د كمپنۍ شموليت په خاص توګه د اوبو٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ٬ تعليم ٬ صحت او ماحولياتي تحفظ ته د رسنې پحقله اقدامات وستائيل۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل اوسني حكومت د كمرشل ٬ صنعتي او د كورنو مصرف كوٶنكو د توان ضروروتونه په ترسره كولو كښې كاميابي ترلاسه كړې او نن پاكستان اضافي برېښنا او ګاز لري۔ د اي اېن آئي چيف اېګزېكټو افيسر د وزيراعظ?? شاهد خاقان عباسي مننه وكړه او د پاكستانو مصرف كوٶنكو لپاره د توان پائېداره وركړې لپاره ئې د خپلې ب??رستې باور وركړو۔ د يادونې وړ ده اي ائن آئي د تېلو او ګاز ملټي نېشنل كمپني ده كومه چې د نړۍ په 73 هېوادونو كښې كار كوي او د رېوېنو پحقله په سلو لويو كمپنو كښې شمېرلې شي ٬ اي اېن آئي د كال 2000 نه پاكستان كښې كار كوي او پاكستان كښې د قدرتي ګاز د لټون درې لوي پرمټس لري۔د ملاقات په م??ال د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او سينئر چارواكي هم موجود وو