اسلام آباد 09 ف??ور?? (اے پی پی﴾ اولس مشر ممنون حسېن او د اردن باچا عبدالله د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ تعليم او د كلتور په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق كولو سره وئيلي دي چې پاكستان او اردن په بېلا بېلو څانګو كښې د خپلې خاص تجربې د لارې يو بل ته ګټه رسولې شي?? د ??واړو مشرانو ترمېنځه دا اتفاق د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د شوي ملاقات په مهال وشو۔ په دې موقع د اولس مشر مرسته د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان٬ خارجه سېكترې او نورو اعلٰي چارواكو وكړه?? د ??ردن د باچا مرسته د اردن خارجه وزير اېمن سفادي٬ د جوائنټ چيفس اف سټاف چيئرمېن جنرال محمود فريحات او نورو اعلٰي چارواكو وكړه۔ اولس مشر وو??يل چې د امريكې لخوا يروشلم د اسرا??يل پايه تخت منلو په معامله كښې اردن د جرات وړ دريځ اختيار كړے٬ پاكستان د دې قدر كوي۔ په دې موقع د اردن باچا عبدالله وو??يل چې د پاكستان لخوا د اسلامي امت د ستونزو حل لپاره چې كوم دريځ خپل كړے شوے٬ هغه مونږ لپاره د قوت سبب دے۔ اولس مشر وو??يل چې د كشمير او فلسطين پشان د پخوانو ستونزو حل نړيوال امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ اولس مشر وو??يل چې پاكستان او اردن په خپلو كښې ژورې سياسي٬ كلتو??ي او تاريخي اړيكې لري۔ ده وو??يل چې دوه اړخيزه تجارت د دواړو هېوادونو د ژورو او د ورورولې د اړيكو سمه عكاسي نه كوي۔ ده ت??وي?? وركړو چې د پاكستان او اردن ترمېنځه بايد د زياتو تجارتي پلاوو تبادله وشي?? د ??ردن باچا د اولس مشر ت??وي?? سره اتفاق وكړو او وې و??يل چې د دواړو هېوادونو د معيشت استحكام لپاره په شريك تجارت كښې اضافه ضروري ده۔ پھ دې لړ كښې به په مارچ كښې د شريك وزارتي كميسون په غونډه كښې غور كولې شي