اسلام آباد15 فروری (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان اولس سماجي٬اقتصادي پرمختګ او ښېګړې لپ??ره عزم لري٬??ي پېك سره به د سيمې اولس ته نوې اقتصادي موقعې په لاس ورشي۔ده دا خبره د ګلګت بلتستان اعلٰی و??ير حفيظ الرحمان سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر٬د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز او نور اعلٰی چارواكي هم موقع موجود وو۔د ګلګت بلتستان اعلٰی و??ير وزيراعظم د ??ي پېك تر سيوري لاندې د ځينې مهمو منص??بو پشمول د بېلو پرمختيائي منص??بو په اړه خبر كړو۔ګلګت بلتستان كښې د برېښنا وضعې په اړه خپل بريفنګ كښې حفيظ الرحمان ووئيل موجوده حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال موجوده 82 مېګاواټ برېښنا كومه چې د تېرو 70 كلونو څخه سيمه كښې پیدا كېدله 54 مېګاواټ زياتوالې كړې۔ده وزيراعظم ته ووئيل د برېښنا د واجبات ترلاسه كولو صورتحال هم ښك??ره ښه شوے او دا مهال وصولۍ نزدې 80 فيصده ته رسېدلې۔ده ووئيل په پاور ګرېډ جوړولو هم كار روان دے۔اعلٰی و??ير ووئيل د ??ي پېك تر سيوري لاندې د 180 مېګاواټ استعداد لرونكې برېښنا دوه منصوبې به د سيمې د توان حاجت ترسره كولو له مرستيالې وګرځي۔ده وزيراعظم منطقه كښې د سېلګرۍ ودې لپ??ره د ګلګت بلتستان حكومت هڅو څخه هم خبر كړو۔اعلٰی و??ير وړاندېز وركړو چې ګلګت لپ??ره د پي آئي اے پروازونو زياتوالې سره به سيمه كښې سېلګرې وده ومومي ۔اعلٰی و??يراعظم د كينسر روغتون٬مېډيكل كالج او د كارډيالوجي سنټر جوړولو پشمول د ګلګت بلتستان اولس لپ??ره په بېلو لويو منص??بو د پېشرفت په اړه هم خبر كړو۔وزيراعظم اعلٰی و??ير له باور وركړو چې د ??ي پيك تر سيوري لاندې ګلګت بلتستان سره اړوندو ټولو منص??بو ته زر تر زره حتمي شكل وركول او عملدرآمد له به ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل دير چترال ??ي پېك لينك روډ منصوبې ته هم خاص پام لرنه كولې شي