اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشرې شېري رحمان وئيلي دي چې د پاكستان او چين ترمېنځه د لوړې كچې روابط او ګ?? اړخيزه مرسته د دوه ا??خيزه مثالي اړيكو عكاس ده٬ دواړه هېوادونه دوه ا??خيزه مرسته لا مستحكم كول غواړي۔ هغې دا خبرې په پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ سره د خبرو كولو په مهال وكړې كوم چې هغې سره د خالي په ورځ د پارلمان په ودان?? كښې ملاقات وكړو۔ شېري رحمان ووئيل چې د پاكستان او چين دوستي يو تاريخ لري د كومې بنياد چې پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو او چينائي لارښود ماوزے تنګ ايښې و او نن دواړه هېوادونه يو بل سره اوګه په اوګه ولاړ دي۔ هغې هيله څرګنده كړه چې د سي پېك ??ه نتيجه كښې به د پاكستان ځوانانو لپاره د روزګار ډېرې موقعې پېدا شي۔ د چين سفير هغه د سي پېك ??ه مخې د پېل كړې شويو پروژو په ا??ه خبره كړه۔ ده ووئيل چې د سي پېك ??ه ټولو پروژو كښې به ځائي خلقو ته ترجيح وركولې شي