اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پھ مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔پھ غونډه كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)په 17 او 24 مئي د شويو غونډو پريكړو توثيق وكړې شو۔په غونډه كښې د توان په اړه د كابينې كمېټۍ په 7 ٬ 8 ٬ 9 ٬ 10 ٬ 11 او 14 مئي شويو غونډو پريكړو توثيق وكړې شو۔په غونډه كښې د آئيني مقدمو ترسره كولو په اړه د كابينې كمېټۍ په 23 او 24 مئي شويو غونډو كښې د پريكړو توثيق وكړی شو۔كابينې د تجارت ??زارت او د فلپائن د تجارت او صنعت محكمې ترمينځه د وريژو تجارت ??ه اړه ميمورنډم آف ايګريمنټ منظوري وركړه۔په غونډه كښې مجيب احمد خان د حقوق ??ان?? پاكستان ادارې چيئرمېن تعينات كولو منظوري ه?? وركړی شوه۔دغسې د حقوق ??ان?? پاكستان پالېسۍ بورډ بيا جوړولو هم منظوري وركړی شوه۔وفاقي كابينې راجه قمرالزمان د ډسټركټ اينډ سېشن جج له د جج بينكنګ كورټ دوهم ملتان تعينات كولو دغسې مزمل شاه خټك د ډسټركټ اينډ سېشن جج له د جج بينكنګ كورټ دوهم پېښور٬عامر نظر بهټي ډسټركټ اينډ سېشن جج د جج بينكنګ كورټ اېبټ آباد٬ارشد حسېن بهټه د جج سپېشل كورټ جج(كسټم٬ ټېكسېشن اينډ اينټي سمګلنګ)پېنډۍ ٬ جوډرېشل ممبر(بي اېس 21 كسټمز ايپليټ ټربيونل بنچ دوئم او بنچ درېم او كراچۍ تعينات كولو منظوري وركړی شوه۔په غونډه كښې د هائيډرو كاربن ډوېلپمنټ انسټي ټيوټ آف پاكستان بورډ آف ګورننس څلورو غړو تعينات كولو منظوري ه?? وركړی شوه۔پھ غونډه كښې د سمندر پورې غاړه فاؤنډېشن پاكستان بورډ آف ګورننس پراختيا او تعيناتۍ منظوري وركړی شوه۔وفاقي كابينې د كے ټو ايئر ويز پرائيوټ لمېټډ له چارټر لائسنس كلاس ټو(ډوميسټك)جاري كولو منظوري ه?? وركړه۔د كابينې په غونډه كښې د قامي داخلي سلامتيا پالېسۍ 23-2018 منظوري٬د فلم٬كلتور او قامي ټرانسپورټ پالېسۍ هم منظوري وركړی شوه٬كابينې د سكالرشپ سكيمونه د بين الصوبائي رابطه وزارت٬د تعليم او پېشه وره تربيې وزارت ته منتقل كولو منظوري وركړه دغسې كابينې د ورځپاڼو ملازمانو لپاره د اتم وېج بورډ ايوارډ بيا جوړولو لپاره د بورډ دوه اضافي غړو تعيناتۍ منظوري ه?? وركړه۔كابينې ووئيل چې صوبائي حكومتونه دې د شوګر ملز څخه كروندګرو له د بانكونو چېكونو د لارې ادائيګي باوري كړي۔كابينې د نيسپاك اېم ډي او د نېشنل سېكورټي پرنټنګ كارپورېشن آف پاكستان تعينات كولو منظوري وركړه۔په غونډه كښې د سول ايوي اېشن اتهارټي ډائرېكټر جنرل تعينات كولو منظوري ه?? وركړې شوه۔په غونډه كښې په پاكستان كښې شامل رياستونو حكمرانانو لپاره مراعات او ګزاره الاؤنس كښې د زياتوالي په اړه د بدلون منظوري ه?? وركړه۔وفاقي كابينې د نېشنل هېلت سروسز ريګوېشن اينډ كوآرډينېشن وزارت د اړخه وضعه كړی شوي كينسر كنټرول پروګرام منظوري ه?? وركړه۔(ص